د دفاع وزارت: په کاپیسا کې شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي

د دفاع وزارت وایې، په کاپیسا ولایت کې د ملي اردو ځواکونو په عملیاتو کې شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي او د دوو بهرنیو اتباعو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي چې دا عملیات د کاپيسا په تګاب ولسوالې کۍ تر سره شوي خو د دقیقې نیټي په اړه یې نور معلومات ندي ورکړل شوي.

په اعلامیې کې دغه راز راغلي چې د کندهار په ژړی ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو دوې قرارګاوي د عملیاتو پر مهال د افغان ځواکونو لخوا کشف او له منځه وړل شوي دي.