بارک اوباما بیا د څلورو نور کلونو لپاره انتخابات وګټل

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د څلورو نور کلونو لپاره انتخابات وګټل او د جمهوریت غوښتونکې ګوند سیال میت رامني ته یي ماتې ورکړه.

جمهور رئیس اوباما په خپل ټاټوبې شیکاګو ښار کې خپلو ملاتړو ته په وینا کي وویل:

“نن شپه په دې انتخاباتو کې تاسې د امریکا خلکو موږ ته را په زړه کړل، په داسې حال کې چې زموږ په مخکې سړک سخت او سفر مو اوږد دی، مونږ ځانونه راپورته کړل ، له شاته لارې سره مو مبارزه وکړه او په خپلو زړونو کې پوهیږو چې د امریکا متحده ایالاتو ته یوه ښه راتلونکې منتظره ده”.

میت رامنې له دې مخکې په باسټن ښار کې خپله ماتې ومنله:

“ما څو شیبې مخکې جمهور رئیس بارک اوباما ته ټيلیفون وکړ او د بری مبارکې مې ورکړه.

د ده ملاتړې او کمپاین یي هم د مبارکۍ ویلو وړ دي. زه ټولو ته نیکې هیلې وړاندې کوم، خو په خاص ډول جمهور رئیس ، د هغه میرمنې او لوڼو ته.

دا د امریکا لپاره یو ستر ازمیښت دی او زه دعا کوم چې جمهور رئیس زمونږ د هېواد په رهبرۍ کې بریالی شي”.

جمهور رئیس اوباما په شیکاګو ښار کې د خپل انتخاباتې کمپاین په مرکز کې د وینا پر مهال وویل، له ښاغلي رامني سره یي په ټيلفون کې خبرې وکړې او هیله من دی چې له هغه سره وګوري او د خپل هیواد د پرمختګ په لارو چارو ورسره خبرې وکړي.