له افغانستانه تر اسرائیلو او اروپا پورې د بارک اوباما د انتخابیدو هرکلۍ کړی

له افغانستانه تر اسرائیلو او اروپا پورې نړېوالې ټولنې د امریکا د جمهوري ریاست د دوهمې دورې لپاره د بارک اوباما د انتخابیدو هرکلی کړی دی.

د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون لومړنی نړېوال مشر و، چې د ټویټر له لارې یي جمهور رئیس بارک اوباما ته مبارکې وویله او هغه یي خپل دوست وباله.

د جرمنې صدراعظمې انګیلا میرکل جمهور رئیس اوباما ته په لیک کې د امریکا انتخابات ستایلې او وایي، د نړېوال اقتصادي بحران په حل کې د واشنګټن همکاري د زړه له کومې ستایي.

د فرانسي جمهور رئیس فرانسوا اولاند وایي، په میت رامنې باندې د جمهور رئیس اوباما بری ښیي چي متحده ایالات به په نړیوالو مسلو کې همداسي په ژوره توګه دخیل وي. ده د بارک اوباما بری د امریکا او ټولې نړۍ لپاره ډېر مهم وباله.

اروپایي اتحادیي هم د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهور رئیس بارک اوباما د بیا انتخابیدو مبارکې ویلې ده.
د اروپایي کمیسیون مشر هوزي منویل براسوو او د اروپایي اتحادیي رئیس حرمان وان رمپوا په یوې ګډې اعلامیې کي ویلې: د امریکا د متحده ایالاتو له مشر سره د نږدي همکارۍ دوام ته سترګې په لار دي.

د اسرائیلو صدراعظم بنیمین نتنیاهو د اوباما د بیا ټاکل کیدو هرکلی کړی او وایي، د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې د بل هر وخت په نسبت ډېر غښتلې دي.