افغان حکومت د ملګرو ملتونو د هغې پریکړې هرکلۍ وکړ، چې له مخې یې پر حقاني شبکې بندیزونه لګوي او دا یې رد کړه چې له یادي شبکې سره به دسولې په برخه کې کومه معامله و کړي.
د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي دا څرګندونې له رویټرز سره په مرکه کې وکړې.
فیضي وایې د حقاني شبکه پر افغان ځواکونو او د ماشومانو او ښځو په ګډون پر ملکیانو د زیاتو بریدونو مسئوله ده.
په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د بندیز کمیټې د دوشنبې په ورځ د حقاني شبکه ددې سازمان په تور لست کې شامله کړه .