د امريکا تر نيمايي په زياتو ايالتونو کې د رايو شمېرل دوام لري

په داسې حال کې، چې د امريکا تر نيمايي په زياتو ايالتونو کې د رايو شمېرل دوام لري، داسې ښکاري چې د دواړو کانديدانو سيالي ډېره سره نژدې ده.

د امريکا نشرياتي شبکې د قسمي نتيجو له مخې ويلي، چې اوباما د ۱۵۳ حوزو رايې خپلې کړي، دا په داسې حال کې ده، چې ميت رامني ۱۵۲ حوزې خپلې کړي دي.

د ازادۍ راډيو د واشنګټن د دفتر رييس هيتر ماهير وويل:

«د فلوريډا په ډېر مهم انتخاباتي ميدان کې د رايو ورکول بند شوي، خو دا سيالي هماغسي ده لکه چې په ۲۰۰۰ کال کې د جورج ډبليو بوش او الګور ترمنځ وه.

لومړنۍ نتيجې د ولسمشر اوباما او ميت رامني ترمنځ کښته – پورته کېږي.»

د حوزو په برخه کې هر کانديد د ګټلو لپاره ۲۷۰ رايو ته اړتيا لري، د حوزو د رايو پر اساس پرېکړه کېږي، چې څوک بايد د امريکا ولسمشر شي.

په دې اړه له خبرونو وروسته راپورونه او مرکې وړاندې کېږي.