ناټو د ۲۰۱۴کال په پای کې د افغانستان د حکومت د پرزېدو اوازې رد کړې

د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د حکومت د پرزېدو اوازې رد کړې.

د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د حکومت د پرزېدو اوازې رد کړې.

ده پرون له دوچ ويلې سره په مرکه کې په دې ټينګار وکړ چې د ناټو محارب پوځيان به له اعلان شوي مهالوېش سره سم د ۲۰۱۴ کال تر پايه له افغانستانه ووځي خو ناټو به له يادې نېټې وروسته هم د افغانستان ملاتړ جاري وساتي.

د ناټو عمومي منشي ډاډ څرګند کړ چې افغان امنيتي ځواکونه د خپل هيواد د امنيتي مسووليتونو له عهدې وتلي شي.

ده وويل، موږ افغانستان ته د دغه هيواد د نيولو لپاره نه يو تللي، بايد بالاخره د دغه هيواد امنيت افغانان په خپله وساتي. زموږ نهايي هدف دا دي چې بايد افغانان په خپله خپل هيواد وساتي. موږ په افغانستان کې د تل لپاره نه شو پاتې کېداي.

د ناټو عمومي منشي دا نظر په کلکه رد کړ چې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان د قيامت ورځ راشي او يا به يې مرکزي حکومت وپرزي.

ده وويل ستونزې به وي خو په افغانستان کې ډېر پرمختګ شوي او لا هم کېږي. د ده په نظر د دولت د وسله والو مخالفانو حملې کمې شوي او په يو شمېر سيمو کې تر پخوا امنيت بهتره شوي دي.