د سوريې د حکومت مخالفې تبعيدي ډلې نن چهارشنبې غونډه کوي

د سوريې د حکومت مخالفې تبعيدي ډلې نن/چهارشنبه/ غونډه کوي چې نوې اجراييه کمېټه او مشر وټاکي.

دوي دا ګام په داسې حال کې اخلي، چې د سوريې د حکومت نورو مخالفانو او د هغو بهرنيو ملاتړ کوونکو د سوريې د ملي شورا د اغېز د کمولو لپاره هڅه پيل کړې ده.

انتقاد کوونکي وايي، د سوريې پر ملي شورا، چې د جلاوطنو تر کنټرول لاندې ده، د اخوان المسلمين زيات اغېز پروت دي، او د وسله والو ياغي ډلو او مخالفو فعالانو، چې په سوريه کې دننه د بشار اسد د رژيم پرضد جنګېږي، موثر استازيتوب نه کوي.

ټاکل شوې ده چې د اپوزيسيون فعالان د پنجشنبې په ورځ د قطر په مرکز دوحې کې غونډه وکړي څو نوې پنځوس کسيزه ډله غوره کړي.

د دې ډلې هدف به د مخالفانو يولاس کول او له ياغي جنګياليو سره د همغږۍ رامنځته کول وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلنټن تېره اوونۍ ويلي و، هغه وخت راغلي چې د سوريې له ملي شورا ورها خوا ګامونه واخيستل شي.