د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان څارونکو د امريکا د ولسمشری انتخابات وڅارل

د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان څارونکو د سې شنبې په ورځ د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ انتخابات وڅارل.

د اروپا د امنيت او همکارۍ د موسسې د پارلماني ماموريت رييس يواو سواريس د واشنګټن د رايي ورکولو په يوه مرکز کې ازادۍ راډيو ته وويل، چې د دوي سل څارونکي د امريکا په ټولو هغو ايالتونو کې چې د بارک اوباما او ميت رامني ترمنځ سيالي ډېره نژدې ښکاري، انتخابات څاري.

سواريس وويل، دا څارونکي ښيي چې د اروپا د امنيت او همکارۍ موسسه د لوېديځو او نورو هېوادونو ترمنځ دوه ګون معيارونه نه لري او د امريکا د متحدو ايالتونو انتخابات هم هماغسي څاري، چې د پخواني شوروي اتحاد د هېوادونو انتخابات څاري:

(د اروپا د امنيت او همکارۍ په موسسه کې، د ويانا په ختيځ کې ځيني هېوادونه وايي، چې موږ دوه ګون معيارونه لرو، خو موږ دوه ګون معيار نه لرو.

امريکا ته زموږ سفر د دې ثبوت دی، چې موږ دوه ګونه پاليسي نه لرو. موږ په عين شکل، چې د اروپا په ختيځو هېوادونو کې انتخابات څارو په لوېديځو هېوادونو کې يې هم څارو.)

د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د بشري حقونو دفتر يو جلا پنځوس کسيز څارونکي پلاوي لري.