سرګي لاوروف: د سوريې د رژيم مخالفانو پنځوس سټينګر توغندي ترلاسه کړي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، د سوريې د رژيم مخالفانو پنځوس سټينګر توغندي ترلاسه کړي دي.

لاوروف دا خبره پرون په مرکز امان کې له خپل اردني ساري سره له کتنې وروسته وکړه.

د اکتوبر په مياشت کې د روسيې د وسله والو ځواکونو لوي درستيز جنرال نيکولاي مکروف ويلي و، چې د سوريې ياغيانو د امريکا د سټينګر توغندو په شمول مختلف راکټونه ترلاسه کړي دي.

مکروف دا هم ويلي و چې لا څرګنده نه ده چې دا راکټونه د سوريې د حکومت مخالفانو ته چا ورکړي دي.

امريکا د سوريې د حکومت مخالفانو ته د وسلو ورکړه په کلکه رد کړې ده.