افغان ولسمشر د راتلونکو ټاکنو په اړه له دیني عالمانو او ملا امامانو سره وکتل

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په باب د مشورتي غونډو په لړ کې له ديني عالمانو او د جوماتونو له ملا امامانو سره وکتل.

ديني عالمانو ولسمشر کرزي ته وويل، کله چې دوي خپل نظر او فکر بيانوي نو په بېلابېلو طريقو ځورول کېږي.

دوي له سيمه ييزو پوليسو او ملېشو سره مخالفت وښود، وړانديز يې وکړ چې پر دغو ځواکونو مصرفېدونکي پيسې دې د ملي پوليسو او ملي اردو پر تجهيزاتو ولګول شي.

ديني عالمانو د سولې او ثبات لپاره د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون ملاتړ وکړ او له توقيف ځايونو او محبسونو څخه يې د بندي شويو ديني عالمانو د دوسيو د څېړولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان ولسمشر تر دې مخکې د پوهنتونونو له استادانو، ژورناليستانو او د سياسي چارو له کارپوهانو سره هم دې ته ورته مشورتې غونډې کړي دي.