افغانستان د م.م له خوا د تروریستي ډلو په لست کې د حقاني شبکې په شاملیدو خوښ شو

د افغانستان جمهوري ریاست د ملګرو ملتونو له خوا د تروریستي ډلو په لست کې د دوشنبې په ورځ، د حقاني شبکې په شاملیدو خوښي څرګنده کړې.

د افغانستان د جمهوري ریاست یوه ویاند سیامک هیروي فرانس پریس خبري آژانس ته ویلې، هیله ده چې په ورته ډلو سیمه ییز او نړیوال فشارونه همداسي زیات شي.

حقانې ډله چې له دې مخکې د امریکا له خوا د تروریستي ډلو په تور لیست کې شامله شوې وه ، په افغانستان کې د زیاتو حملو په ترسره کولو تورنه ده .