د امریکا متحده ایالاتو کې دوه کوچني ښارګوټې لومړنې ځایونه دي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره په کې رايي ورکول پیل شول.
د شمال ختیځ ایالت نیوهیمشایر(New Hampshire) ډیکسویل ناچ (Dixville Notch) او هارتس لوکیشن Heart’s Location)) چارواکو خپلو اوسیدونکو ته اجازه ورکړه، چې د سې شنبې د ورځې په پیلېدو یعنې د شپې له دولسو بجو وروسته په صندوقونو کې رايي واچوي.
وروسته د صندقونو رايي وشمېرل شوې. جمهور رئیس اوباما او میت رامني هر یوه په ډیکسویل ناچ ښارګوټې کې پنځه پنځه رايي ګټلې دي.
دا لومړی ځل دی، چې په دې ښار ګوټې کې رايي تقسیم شوي، د جمهوریت غوښتونکې ګوند کاندیدانو له ۱۹۶۰ کال راهیسي په تېرو ټولو انتخاباتو کې د دې ښارګوټې اکثریت رايي تر لاسه کولې.
یوازې په ۲۰۰۸ کال کې د دې سېمې خلکو بارک اوباما ته زیاتې رايي ورکړې وې.
د هارتس لوکیشن ښارګوټې کې جمهور رئیس اوباما ۲۳ رايي، رامنې ۹ او د لیبرال ګوند کاندید ګیري جانسن دوې رايي خپلې کړي دي.