د ننګرهار ولایتي ادارې د ګل اغا شیرزي په اړه د وال سټریټ راپور رد کړ

د ننګرهار ولایتي ادارې د وال سټریټ ژورنال هغه رپوټ رد کړ، چې د ننګرهار والي او د هغه اداره يې پر اداري فساد تورنه کړې ده.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې دا رپوټ د ننګرهار په ختیځ کې د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي د ارزونې له مخې خپور کړی.

په دغه ارزونه کې په فساد کې د ننګرهار د ادارې او والي ګل اغا شیرزي د لاس لرلو په اړه ځينې شواهد هم خپاره شوي دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي په همدې تړاو په یوې خبري ناسته کې دا تورونه بې بنسټه وبلل او ویې ویل، چې دا څرګندونې او تورونه حقیقت نه لري.

وال سټریټ ژورنال په دې وروستیو کې د جرمني په هوايي ډګر کې د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي سره د پیسو ډک بکس د نیول کیدو خبر هم ورکړی وو.