په یونان کې د سپما د اقداماتو په وړاندې د اعتراض لپاره پلان شوی اعتصاب پیلیږي

په یونان کې نن هغه اعتصاب پیلېږي، چې د حکومت له خوا د سپما د اقداماتو په وړاندې د اعتراض لپاره پلان شوی او اته څلوېښت ساعته به دوام وکړي.

د دې اعتصاب له وجې به د بسونو او اورګاډي په ګډون عمومي ترانسپورت په ټپه ودرېږي او ګڼ شمېر الوتنې به کنسل شي.

دولتي ادارې، بانکونه او ښوونځي به بند وي او په روغتونو کې به یوازې بېړنۍ برخې به فعالې وي.

دا عمومي اعتصاب په داسې حال کې پیلېږي چې د یونان صدراعظم انتونیس ساماراس Antonis Samaras له پارلمانه غوښتنه کړې چې د دیارلس نیم میلیارده یورو په ارزښت په مصارفو کې د سپما او د مالیو د زیاتولو او همداراز د هغو اقداماتو لایحه تصویب کړي چې له مخې یې د شرکتونو له خوا د مامورینو په استخدام او انفکاک کې آسانتیا راولي.

د دې اصلاحاتو د لایحې او د ۲۰۱۳ کال د بودجې تصویب ځکه مهم دي چې د یودېرش اعشاریه پنځه میلیارده یورو په ارزښت د پیسو د نړیوال صندوق او اروپايي ټولنې مرستې ته لاره پرانیزي.