په امريکا کې د جمهوري رياست د انتخاباتي کمپاين وروستۍ ورځ

نن په امريکا کې د جمهوري رياست د انتخاباتي کمپاين وروستۍ ورځ ده.

ولسمشر بارک اوباما او د جمهوريت غوښتونکي ګوند له خوا د هغه سيال ميټ رامني په سخته مبارزه بوخت دي. نظرپوښتنې ښيي چې اوباما په ځينو ايالتونو کې يوڅه مخکې دى او دا په بريا کې برخليک ټاکونکې مسئله ده.

اوباما پرون په نيو همشاير ايالت کې وويل، دى د رښتيني بدلون د راوستلو لپاره په سختۍ سره کار کوي:

”تاسې پوهېږئ چې زه په کوم موقف کې يم او پر څه عقيده لرم. تاسې پوهېږئ زه رښتيا وايم، تر هغو چې ستاسو د جمهور رئيس په توګه دا امتياز ولرم، ستاسو او ستاسو د کورنيو لپاره په سختۍ سره مبارزه کوم. کله چې له ځانه وپوښتئ څوک زما لپاره مبارزه کوي او رښتينى بدلون راته راولي، زه پوهېږم رښتينى بدلون څه دى. ما ستاسو سره يوځاى د دې بدلون لپاره مبارزه کړې ده او د ثابتولو لپاره يې شواهد لرم“

د اوباما سيال رامني وويل، ولسمشر بارک اوباما د جمهوري رياست په لومړۍ دوره کې لږې لاسته راوړنې درلودې او د بلې دورې لپاره وړ نه دى:

”زه له دوى څخه غواړم چې ټولې خبرې، تبليغات او [لفظي] بريدونه يوې خوا ته پرېږدي او [خپلې] سابقې ته دې وګوري، ځکه خبرې اسانه خو سابقه رښتيا ده او په رښتينو هڅو سره ترلاسه کېږي. بدلون يوازې په الفاظو او ويناوو نه اندازه کېږي، بدلون د لاسته راوړنو له مخې اندازه کېږي. راځئ دا سابقه وګورو“

سږکال به د امريکا د جمهوري رياست پر انتخاباتو ٢ اعشاريه شپږ مليارده ډالره لګښت وشي، حال دا چې په ٢٠٠٨م کال کې دغه اندازه ٢ اعشاريه اته مليارده ډالره وه.