فعالان وايي د سوریې یاغیانو د دې هیواد په ختیځ کې د تیلو ستر تاسیسات له حکومتي ځواکونو سره له درې ورځې جګړې وروسته نیولې ده. د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله چې مرکز یې په بریتانیا کې دی وايي؛ چې د حکومت مخالفو وسله والو د یکشنبې په ورځ د دیار الزور په ولایت کې د الورد په نوم د تیلو تاسیسات له حکومتي ځواکونو څخه لاندې کړل.
دیار الزور ولایت چې له عراق سره ګډه پوله لري، د سوریې د انرژۍ تر ټولو ډیرې زیرمې لري، چې د الورد د تیلو تاسیسات یې تر ټولو ستر تاسیسات بلل شوي.
مخکې له دې چې تیر کال اروپايي ټولنې او د امریکا متحدو ایالتونو پر سوریې بندیزونه ولګول سوریې تقریبا د ورځې یونیم سل زره بیرله تیل صادرول. په ۲۰۱۰ م کال کې سوریې یوازې پر اروپايي ټولنې د تیلو د پلورلو له درکه څلور عشاریه څلور میلیارده ډالر ګټلي وو.