ایران یوه سمندري پوځي اډه پرانیسته

د ایران دولتي تلویزون راپور ورکړی دی، چې ایران د یکشنبې په ورځ یوه سمندري پوځي اډه پرانیسته څو د فارس د خلیج کې په هغو درې ټاپو ګانو کې چې د ملکیت پر سر جنجال دی واک ټینګ کړي.

دا ټاپو ګان چې عربي متحده امارات یې هم د ملکیت دعوه کوي، د هورموز د تنګي په خوله کې پراته دي. دا تنګي د نړۍ د تقریباً پنځمه برخه تیلو د تیریدو سمندري لاره ده. ویل کیږي، چې دا په خلیج کې د تهران پنځمه سمندري اډه ده.

ویل کیږي، چې ایران په خلیج کې د دې ټاپوګانو کنټرول په ۱۹۷۱ م کال کې وروسته تر هغې خپل کړ؛ چې بریتانوي ځواکونو دا سیمه خوشې کړه.

تیره میاشت د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې متحده عربي اماراتو وویل چې د ایران له خوا ددې ټاپوګانو اشغال د نړیوالو قوانینو څخه سرغړاوی دی.

په اپریل کې ولسمشر احمدي نژاد دې تاپوګانو ته سفر وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ یې ترینګلتیا نور هم زیاته کړه.