د سوريې مخالفان نن د قطر په مرکز دوحه کې جرګه کېږي

د سوریې د حکومت په سلګونو مخالف شخصیتونه نن د قطر په مرکز دوحې کې پنځه ورځنی کنفرانس پیلوي.

په دې کنفرانس کې به د پنځوسو نویو غړیو په ګډون د مشرتابه د یوې ډلې د جوړولو پر وړاندیز بحث وشي چې د امریکا متحدو ایالتونو یې ملاتړ کړی دی.

له دې طرحې سره سم، چې د سوریې ملي طرحه بلل شوې، په نوي مشرتوب کې به د ازادې سوریې د پوځ د یاغیانو، په سوریه کې د سیمه ییزو شوراګانو او سیاسي ډلو استازي شامل وي.

د سوریې د ملي شورا یوه جګپوړي غړي برهان غالیون پرون وویل چې دوی پر دې نظر غور کولو ته تیار دي خو تراوسه پوري یې پرېکړه نه ده کړې.