اوباما او د هغه سیال رومني له یوه بل سره په نږدې سیالۍ کې دي

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین لپاره یوازې دوه ورځې پاتې دي او نظرپوښتنې ښيي، چې ولسمشر اوباما او د هغه سیال مېټ رومني له یو بل سره په نږدې سیالۍ کې دی.

دواړو کاندیدانو تیره ورځ په هغو ایالتونو کې چې رای يې خورا مهمې دي په اوو انتخاباتي غونډو کې برخه واخسته.

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د هر کاندید کامیابي د عامو رایو پر اساس نه بلکې په انتخاباتي حوزو کې د زیاتو رایو د ترلاسه کولو پر اساس ټاکل کیږي.