د لیبیا په بن غازي ښار کې د پولیسو پوستې ته نږدې د موټر چاودنه وشوه

د لیبیا په ستر ښار بن غازي کې نن د یوه موټر بم چاودنې له امله درې کسان ټپیان شوه .

د راپورونو له مخې چاودنه د پولیسو له یوې پوستې سره نزدې شوې ده.

د لیبیا حکومت هڅې کوي هغه وسله وال او سخت دریځه ډلې چې د پخواني واکمن معمر قذافي د رژیم د نسکورولو لپاره يې په جګړه کې برخه درلوده، تر خپل کنټرول لاندې راولي.

بن غازي ښار کې په دې وروستیو میاشتو کې د وسله وال تاوتریخوالي شاهد و، دغلته د نړیوالو چارواکو په موټرو او حکومتي تاسیساتو څو ځله حملې شوې دي.

په تیر سپټمبر میاشت کې په بن غازي کې وسله والو د امریکا په قونسلګرۍ باندې حمله کې د لیبیا لپاره د متحده ایالاتو سفیر وواژه.