د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند لبنان ته ولاړ

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له خپل لبناني سیال میشل سلیمان سره د خبرو لپاره نن بیروت ته ورسید.

تمه ده چې په سوریه کې روانه شخړه د دواړو مشرانو تر منځ د خبرو اترو د اجنډا په سر کې وي.

دا له ۲۰۰۸ کال راپدیخوا لبنان ته د فراسنې د ولسمشر لومړني سفر دی.

ټاکل شوې ده، چې د ورځې په وروستیو کې اولاند د سعودي عربستان له پاچا عبد الله بن عبد العزیز سره د سورېې د روان بحران او د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه د خبرو لپاره ریاض ته هم لاړ شي.