په کونړ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې

د کونړ چارواکي وایي چې تیره شپه په ماڼوګي ولسوالۍ کې د طالبانو او ملي اردو ځواکونو ترمنځ نښتنه رامنځ ته شوې، چې یوه ښځه په کې وژل شوې او دوه نور کسان ټپیان دي.

د دې ولایت والي سید فضل الله وحید نن ازادي راډيو ته وویل؛ چې د نښتې پرمهال طالبانو یو هاوان مرمۍ وتوغوله؛ چې پر یوه کور لګیدلې ده. وسله والو طالانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا چارواکي وايي، تیره شپه د دې ولایت پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان له خاورې ۱۲ توغندي ویشتل شوي؛ خو چاته مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوي.