فراه: د کلیو پراختیا او پي.ار.ټي پر ګډې غونډ لاسي بم اچول شوی

د فراه چاواکي وایي، چې د دې ولایت په مرکز کې د کلیو پراختیا او "پي. ار. ټي" ترمنځ د یوې غونډې پرمهال د یوه لاسي بم د غورځولو په نتیجه کې څلورو تنه ټپیان شوي دي.

د دې ولایت د والي ویاند عبدالرحمان ژوندی وایي؛ چې پېښه نن غرمه مهال د کلیو پراختیا په اداره کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي وویل، چې د یادو ادارو ترمنځ غونډه روانه وه، چې د نامعلوم لوري پری لاسی بم غورځول شوی.

تروسه وسله والو مخالفانو په دې اړه څه نه دي ویلي.