پاکستان: د بونیر د سولې د سیمه ییز دفتر مشر په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل شو

يوه ځان وژونکي بريد پرون د پاکستان په شمال لوېديځ کې د پرتې بونير ولسوالۍ د سولې د سيمه ييزې کمېټې مشر او پنځه تنه نور ووژل.

بريد کوونکي پرون د بونير په مرکز ډګر کې د فتح خان د موټر مخې ته چاودنه وکړه.

راپورونه وايي د خان درې ساتونکي او دوه نور کسان چې له سيمې د تېرېدو په حال کې وو، وژل شوي دي.

د ډګر يوه دولتي چارواکي قمر علي شاه ازادۍ راډيو ته د پېښې په اړه وويل:

چا د بريد مسووليت نه دى منلى. معمولاً طالبان پر قبايلي ځواکونو چې د سولې کمېټه هم بلل کېږي، بريدونه کوي، دغه ځواکونه په سيمه کې د سخت دريځو په وړاندې په عملياتو کې د دولتي ځواکونو مرسته کوي.