د سوریې ټانکونه له سراییل سره پرتې غیر نظامي ساحې ته ننوتي دي

د سوريې درې ټانکونه پرون د اسرایيل او سوريې ترمنځ پرتې غيرنظامي لوړې ساحې جولان ته ننوتل.

د اسرائيل د پوځ يوې وياندې د نوم د نه ښوولو په شرط وويل، د اسرائيل دفاعي ځواکونو په سيمه کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواک ته شکايت کړى، هغې په دې باب نور جزئيات نه دي ورکړي.

د اسرائيل له خوا په نسبتاً نرم عکس العمل کې ويل شوي، چې دې سيمې ته د زغروالو ګاډو دننه کېدل سم دلاسه کوم ګواښ نه ګڼي.

د اسرائيل رسنۍ وايي دغه ټانکونه د سوريې له ياغيانو سره چې هڅه کوي ولسمشر بشارالاسد واکمني ختمه کړي، په جګړه بوخت وو.

ځينو اسرائيليانو اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي د سوريې د کورنۍ جګړې تاوتريخوالى له اوږدې مودې خوندي سرحد ته هم خپور شي.