"نړیواله ټولنه دې د افغان پولیسو د روزنې او تجهیز په اړه خپلې کړې ژمنې پوره کړي"

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، له نړیوالې ټولنې غواړي؛ چې د هیواد د پولیسو د روزنې او تجهیز په اړه خپلې ټولې ژمنې عملي کړي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په دې وزارت کې د یوه سېمینار په څنګه کې خبريالانو ته وویل؛ که څه هم د پولیسو د تجهیز لپاره زمینه برابره شوې، خو نوموړي ټینګار وکړ، چې په دې اړه دې ټولې ژمنې پوره کړل شي.

“هیله لرو، هغه ژمنې چې د افغان پولیسو د روزنې او تجهیز په اړه شوي؛ سل په سلو کې عملي شي، تر 2014 کال پورې وخت لرو.”

دغه سېمینار چې د وړتیاوو د لوړولو او د پولیسو د ښه مدیریت او مشرۍ لپاره سر له ننه د درو اونیو لپاره دوام وکړي، د پولیسو مشرانو برخه په کې اخیستې.