په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې یوولس تنه طالب وسله وال نیول شوي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان نیول شوي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه پوځي عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، ننګرهار، جوزجان، کندهار، لوګر، پکتیا او هلمند ولایتونو کې شوي، چي یو وسله وال مخالف په کې وژل شوی هم دی.

په خبرپاڼه کې د وسلو او مهماتو د نیولو خبر ورکړل شوی، د افغان او بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویل شوي.

وسله والو طالبانوپه دې اړه څه نه دي ویلي.