د افغانستان د دفاع وزارت د افغان ځواکونو د وړتيا په اړه د يوې امريکايي ادارې وروستى نظر رد کړ.
"سيګار" يا په افغانستان کې د امريکا د بيارغونې د عمومي څار ادارې په خپل يوه راپور کې ويلي؛ چې افغان ځواکونه نه شي کولاى، هغه پوځي اډې چې ناټو جوړې کړي، تر ٢٠١٤م کال وروسته په خپل کنټرول کې وساتي.
خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند "جنرال ظاهر عظيمي" له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د دې موضوع په ردولو سره وويل؛ چې زياتې هغه پوځي اډې چې د ناټو له خوا جوړې شوي، په ملکي ځايونو لکه ښوونځيو او روغتونونو بدلېږي، له ځينو به يې ګټه نه اخيستل کېږي.
ناټو ځواکونو ويلي، چې د ٢٠١٤م کال په پاى کې به له افغانستان څخه خپل جنګي ځواکونه باسي.