م.م: د سوریې په اړه وروستۍ خپره شوې ویډیو په دې هېواد کې د جګي جنایتونو دلالت کوي

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنر يو وياند وايي؛ هغه ويډيو چې ښيي، د سوريې ياغيان ظاهراً د دې هېواد سرتېري وژني؛ کېداى شي، په دې هېواد کې په جنګي جنايتونو دلالت وکړي.

دغه ويډيو چې په يوټيوب کې خپره شوې، ښيي، چې د سوريې ياغيان د سوريې لس تنه سرتېري په ډزو تر وژلو مخکې ډبوي.

د ملګرو ملتونو دغه وياند "رابرټ کال ويل" وويل، د دې ويډيو سموالى بايد تصديق شي.

په همدې حال کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دى؛ ويلي، هغه ياغيان چې د اسد د رژيم پر وړاندې جنګېږي، د پنج شنبې په ورځ يې د پوځ پر درېيو پوستو بريد وکړ او ٢٨ سرتېري يې ووژل.

په همدې حال کې د بخښنې نړيوال سازمان هغه وژنې چې د ياغيانو کار بلل شوى غندلې دي.