د فلسطینې ادارې مشر محمود عباس وایي، دا حق نه لري چې د خپل ماشومتوب سېمې ته چې دا مهال اسرائیل دی، بیرته ستون شي او ژوند پکي وکړي.
عباس د اسرائیلو له یوه تلویزیون سره مرکې کي وویل، دا دده حق دی چې د خپلې زیږیدنې ښارګوټی صافید وګوري ، خو نه غواړي هلته ژوند وکړي.
محمود عباس خپل ماشومتوب د ګالیلي په صافید ښار ګوټې کې چې دا مهال شمالې اسرائیل دی، تېر کړیدی. دده کورنۍ د ۱۹۴۸ کال جګړې وروسته چې په نتیجه کي یي اسرائیل جوړ شو، له سېمې وتلې وه.
د فلسطینې ادارې مشر دغه راز وویل، دده په باور، د فلسطینیانو راتلونکی دولت باید چې د ۱۹۶۷ کال جګړې مخکې یعنې د اسرائیلو له خوا د غزې او لویدیځې غاړي له اشغال مخکې سرحدونو پراساس جوړ شي.
عباس دا څرګندونې بداسي حال کې وکړې چې ټاکل شوې نوموړی د روانې میاشتې په وروستیو کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته لاړ شي او عمومي اسمبله به راي ورکړې چې فلسطین دي د ملګرو ملتونو له سازمان بهر د غړي په توګه وپیژندل شي او کنه.
امریکا او اسرائیل په ملګرو ملتو کې د فلسطینې دولت د غړیتوب مخالفت کوي.