یولیا تیماشینکو بیا هم خپل غذایي اعتصاب ته دوام ورکوي

د اوکراین پخوانۍ صدراعظمه یولیا تیماشینکو چې اوس مهال بندي ده، پرون ژمنه وکړه چې د ځینو ډاکټرانو له سپارښتنې سره سره چې وايي، دا خوړو ته اړتیا لري، بیا به هم خپل غذایي اعتصاب ته دوام ورکړي.

د تیماشنکو د پلرني ټاټوبي د سیاسي ګوند مشران پرون هغه روغتون ته د دې لیدو ته ورغلي وو، چې دا له تېرې جون میاشتې راهیسې د ملا د سخت درد په خاطر په کې تر علاج لاندې ده.

په دې مشرانو کې یوه الکساندر تورچینوف Oleksandr Turchinov له روغتون څخه د راوتلو په حال کې وویل، نه ډاکټران او نه دوی هېڅ یو هم مېرمن تیماشینکو له غذايي اعتصابه لاس اخیستو ته نشي قانع کولای.

تیماشینکو د اکتوبر د 28 مې په پارلماني انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوو په وړاندې د اعتراض لپاره د دوشنبې په ورځ دا غذايي اعتصاب پیل کړ.

یولیا تیماشینکو د صدراعظمې په توګه د کار پرمهال له واکه د ناوړه استفادې په تور د ۲۰۱۱ کال په اکتوبر کې په اوه کاله بند محکومه شوه، خو دا او پلویان یې وايي چې دا تورونه په سیاسي انګېزو پرې لګېدلې دي.