ناټو په افغانستان کې د سې شنبې په ورځ د وژل شوو سرتیرو هویت افشا کړ

ناټو د خپلو هغو دوو سرتېرو هویت پرون افشا کړ، چې د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې وژل شوي وو.

فرانسپرس خبري اژانس په نیپال کې د برتانیا د سفارت په حواله په راپور کې لیکلي دي، چې د وژل شویو سرتېرو یو، بریتانوی او دوهم د نیپال و، چې له بریتانوي سرتېرو سره یې کار کاوه.

د راپورونو له مخې یوه افغان چې د ملي پولیسو جامې یې اغوستې وې، د سې شنبې په ورځ د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې په ډزو وویشتل او ویې وژل.