د اکریان د پارلماني انتخاباتو نهه نوي فیصده رایي ګڼلې شوي دي.
د انتخاباتو د مرکزي کمیسیون له شمېر سره سم واکمن ګوند د دیرش فیصده راییو په خپلولو مخکې دی.
د ولسمشر ویکتور یانوکویچ ګوند داسې ښکاري، چې د پارلمان په څلورنیم سوه څوکیو کې لږ تر لږه یو سل او اووه اتیا خپلې کړي.
سیاسي څیړونکي وایي، داسې ښکاري، چې د ولسمشر ګوند به له کمونیست ګوند سره ایتلاف وکړي، څو دوه سوه شپږ ویشت څوکۍ خپلې کړي، چې ساده اکثریت تشکیلوي.
د ترلاسه شویو تقریبا بشپړو نتیجو له مخې د زنداني مشرې یولیا تیموشینکو ګوند شاوخوا یوسل او درې څوکۍ خپلې کړي دي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان او امریکا د اکراین د اکتوبر د اته ویشتمې نیټې پر انتخاباتو انتقاد کړی دی، چې حکومت تیموشینکو زنداني کړې او له حکومتي سرچینو یې په انتخاباتو کې استفاده کړې، څو حاکم ګوند ته خلک ډيرې رایي ورکړي.