"د زابل زیاتره ولسوالۍ د طالبانو تر نفوذ لاندې دي"

په مشرانو جرګه کې د زابل یو شمېر استازي ادعا کوي، چې د دغه ولایت اتیا فیصده واک د وسله والو مخالفینو په لاس کې دی، چې له امله یې دغه ولایت د سقوط له خطر سره مخ دی.

په مشرانو جرګه کې د زابل استازي داود حساس ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د زابل د ټولو ولسوالیو مرکزونه په نوم له حکومت سره دي خو چارواکي یې په یوه ډول له طالبانو سره اړیکه لري:

"د زابل د امنیت په اړه باید ووایم چې یوه شپه څلورساعته د امنیې قومندانۍ مخې ته جګړه وشوه، یوه ولسوالۍ هم له حکومت سره نشته، زه وایم زابل سقوط دی، له دې پورته سقوط بیخې نشته، د قومندانۍ مخې ته جنګ وي او مونږ د دې وس نه لرو چې د پنځه سوه متره بازار امنیت وساتو، دې ته خو مونږ نه وایو چې زابل د دولت په لاس کی دی، که شل فیصده د دولت په لاس کې وی، نو اتیا فیصده د مخالفینو په لاس کې ده، چې دا د سقوط په معنی دی."

ښاغلي حساس د زابل عدلي او قضایي سیستم هم له فساده ډک وباله او وې ویل، چې اکثره خلک حتی د زابل په مرکز قلات کې د لانجو د حل لپاره وسله والو طالبانو ته مراجعه کوي.

نوموړی ادعا کوي که چیرې د زابل د خلکو یوه عریضه د والي مقام ته ځي نو په ورځو ورځو باید انتظار وباسي چې نتیجه یې معلومه شي.

سناتور حساس وایي چې د زابل اکثره خلک له حکومتي چارواکو ناراضه دي او دې هم نه دي چمتو چې په راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلي:

"ما په کابل کې له موکلینو سره یومجلس درلود، د انتخاباتو په اړه مې له دوی سره خبرې وکړې، دوی وویل چې مونږ یو هم دې ته اماده نه یو چې د رایې صندوقونو ته ولاړ شو، دوی وویل په تیرو انتخاباتو کې زمونږ غوږونه پرې شول خو هیڅ فایده مو ونه لیده، دوی وویل چې مونږ نه غواړو په زابل کې څوک کمپاین وکړي او نه غواړو چې د تیرو انتخاباتو په څیر د زابل د خلکو غوږونه پرې شي."

خو د زابل والي محمد اشرف ناصري دغه ادعاوې په کلکه ردوي او وایي چې له خاک افغان ولسوالۍ پرته دوی په نورو ولسوالیو بشپړ واک لري.

ښاغلي ناصري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی ټولو ولسوالیو ته د ځمکې له لارې تګ راتګ کوي او وسله والو مخالفینو ته یې ماته ورکړې ده:

"په نسبي حالت سره که څوک ووایي په زابل کې امنیت فوق العاده ټنګ دی، په ټولو ولسوالیو کې حکومتي حاکمیت ټینګ دی، زمونو ټول اکمالات د ځمکې له لارې کیږي، خلک خپلې ستونزې د ولسوالانو له لارې هواروي،الحمدالله په پنځو ولسوالینو کې د ایساف قواوې بیخې موجودې نه دي، د زابل امنیتي ځواکونه په مستقله توګه د نظام د مخالفینو په وړاندې عملیات ترسره کوي، مخالفینو په زابل کې په مطلقه معنی سره شکست خوړلی دی."

ښاغلی ناصري مني چې د زابل په دریو ولسوالیو کې عدلي او قضایي ادارې نه دي موجودې خو وایي چې د دغو ولسوالیو اوسیدونکي خپلې عریضې مرکز قلات ته راوړي.

زابل لس ولسوالۍ لري چې خاک افغان ولسوالۍ یې له څو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.

د زابل چارواکي وایي دغه ولسوالۍ لرې او په غرنیو سیمو کې پرته ده خو د ازادولو لپاره یې پلان جوړ کړی دی.

راپور: اسدالله لودین، کابل