ملګرو ته د ناوړه نومونه اخيستلو اغیز

که ملګري مو ډير وي نو بختوریئ، ځکه؛ وايي، چې مالداره هغه نه دی، چې ډير مال او دولت لري، بلکې هغه دی، چې ډير ملګري لري، خو څه وايي، چې په یارۍ کې بنګړي ماتيږي.

ملګري هم چې کله ډير سره خواږه شي، نو کله کله په ټوکو ټوکو یو بل سره ځوروي، له مینې عجیبه عجیبه نومونه پر یو بل ږدي، دوی په خپل منځ کې له هغو نومونو بد نه وړي، خو که د بل چا په مخ کې هغه ته هغه عجیب نوم واخيستل شي، ښايي بده پرې ولګي او د شخصيت سپکاوی یې وشي، چې کله کله نو بیا د ښو ملګرو ترمنځ هغه ښه ملګرتیا په بدۍ او خفګان بدليږي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې



یو ځوان اخترګل کیسه راته کوي او وايي، چې نږدې ملګرو (دادی) باله، چې وروسته دغه نوم د ځينو خپلو خپلوانو او د ځينو نورو انډيوالانو ترمنځ عام شو، چې دی به ترې ځوریده.

نګينه د اخترګل په څېر له کومې ملګرې ګیله نه لري، بلکې له ځانه یې هغه وخت ګېله راغلې، چې خپل یکه ورور وسيع ته يې (کلوله) ویلي وو، بیا نو نورو هم دغه نوم پسې زده کړی و او هغه به یې ځوراوه او یو بل ځوان سید کمال د خپل ملګري رحم ګل کیسه راته کوي، چې دوی به له ډيرې مینې (مکی) باله.

له دې مالوميږي، چې د دوستانو ترمنځ شوخي، ټوقې ټپرې، ځورول او داسې نوم ايښودل له بده نیته نه کيږي، بلکې له مینې کیږي، خو د پوهانو له نظره هر انسان د احترام وړ او خپل ځان ته د یوه ځانګړي شخصيت څښتن دی، د دوي چال چلند، د خبرو انداز او ناسته پاسته له مکان او زمان سره سم بدلون کوي، مثلاً په کورنۍ کې يو ډول وي، په ښوونځي يا پوهنتون کې بل ډول، له ملګرو سر بل ډول او په دفتر یا اداره کې بل ډول... نو هر ځای او هر وخت باید داسې شوخۍ تر سره نشي، یو ځوان لیکوال همایون هېواد هم وايي، چې داسې نومونه او ځینې رازونه باید یوازې د ملګرو ترمنځ پاتې شي.

جاوید اوربل هم یو ځوان لیکوال او شاعر دی، هغه وايي، چې د ملګرو ترمنځ یو بل ته د ټوکو نومونو اخيستل هم خپل او هم د هغه شخصيت ته تاوان رسوي، خو د خپل او پوره نوم په اخيستلو سره هغه د خوشالۍ احساس کوي، ځکه باید پوره نوم ورته واخیستل شي.

د ملګرو ترمنځ ملګرتيا د خدای ټينګې لري، خو کتاب هم ډير ښه ملګری دی، چا چې د قلم او د کتاب ملګرتیا کړې، سرفرازه او کامیابه ثابت شوی، خو د کتاب لوستلو لپاره پوهه په کار ده او د هغې ژبې زده کړه مهمه ده، چې کتاب پرې لیکل شوی.

طب او ايجينري پوهنځي په انګريزي ژبه

په اوسني عصر کې انګريزي ژبه د علم او پوهې ژبه بلل شوی، زیاتره علمي کتابونه، څيړنې او مالومات د نورو ژبو په پرتله په انګريزي ژبه ډير او ښه ترلاسه کولای شو.

څه موده وړاندې جمهور ريئس کرزي غوښتنه وکړه، چې د طب او اينجينري پوهنځی دې په انګريزي ژبه شي، د لوړو زده کړو وزارت له ویاند عبدالعظيم نوربخش هم وايي، چې د دغه فرمان د تطبیق لپاره یې هڅې پیل کړي او په ځینو پوهنځيو کې سر له اوسه درسونه په انګريزي ژبه پیل شوي، یاني سږکال یې د ځينو پوهنځيو په ځينو ټولګیو کې په تجربوي ډول دغه فرمان تطبيق کړی، چې راتلوونکي کال کې به پراختیا ورکړي.

په کابل کې مو د طب او انجينري پوهنځي ځينې محصلان وپوښتل، چې په انګريزي ژبه له درسه ډير خوشاله او راضي ښکاریدل.

خو ځينو محصلانو بیا د استادانو د درس ورکولو کيفت ټيټ ګاڼه، ویل یې، چې په انګريزي ژبه له درسه سم برداشت نشي کولای، په دغو څو کلونو کې انګريزي ژبه زده کړي که درس ووایي او چې په ښوونځيو کې انګريزي ژبې ته سم پام نه کیږي، نو په پوهنتون کې په دومره لوړه کچه درسونه هغه هم په انګريزي ژبه کله ویلی شي، ځینو یې بیا دغه پریکړه یوه سهوه وبلله.

د محصلانو دغه نیوکې مو د لوړو زده کړو وزارت له ویاند عبدالعظيم نوربخش سره شریکې کړې، هغه وویل، هر هغه څوک چې په کانکور ازموینه کې دغه دواړه پوهنځي ټاکي، باید ځان مطمئن کړي، چې انګريزي ژبه یې زده ده، او زیاتوي، چې د دغو ستونځو د له منځه وړلو په موخه یې ګڼ شمیر ځوان استادان له هیواده بهر د زده کړو لپاره لیږلي او اوسني استادان یې هم د دکتورا او ماسټرۍ خاوندان دي، همدا راز یې زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو د وزیر د برټش کونسل له ريئس سره په دې موضوع خبرې کړي، چې په مرسته به یې په پوهنتونونو کې د انګريزي ژبې د تدریس لپاره ځينې کورسونه جوړ کړای شي، خو اوس هم د دې ژبې د زده کړې لپاره یو مضمون لري.

ما ویل ته صبر، چې استاد په انګريزي ژبه څنګه درس ورکوي او محصلين څه وايي، د کابل د طب پوهنځي یوه ټولګي ته د استاد په اجازه ورننوتم، ټولو محصلانو د ډاکټرانو سپينې چپنې اغوستې وې، يو ما نه وه اغوستې، خو ځان مې په محصلينو کې حساب کړ او د استاد لیکچر ته مې غوږ ونیو، چې په انګریزي ژبه یې درس ورکاوه، د درس پر مهال مې محصلانو ته پام و، چې له استاد سره به یې په انګريزي ژبه مکالمه کوله.

دغه ښوونکی پوروفيسر يوسف پور و، هغه ویل، چې محصلين ډير بااستعداده دي، ستونځه له انګريزي ژبې د دوی د برداشت نه بلکې د درسي نصاب د کیفیت ټيټوالی دی.

خو عبدالعظيم نوربخش وايي، چې د درسي نصاب پر کیفیت کار روان دی، دی وايي، چې په ۱۳۹۲ یاني راتلوونکي کال کې به هم د نصاب او هم د انګريزي ژبې په برخه کې اوسنۍ ستونځې له منځه یوړل شي.

تاندې څانګې د ځوانانو لپاره د آزادۍ راډیو ځانګړې خپرونه ده، چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې