د لیبیا ملي شورا پرون د صدراعظم علي زیدان د کابینې لست ومانه.
په دې لست کې د لیبیا د خپلواک او اسلامي ګوندونو استازي شته.
زیدان د سې شنبې په ورځ د خپلې دیرش کسیزې کابینې لست ملي شورا ته وړاندې کړی و، خو مظاهره کوونکو هڅه کوله، چې د ملي شورا ودانۍ ته ورننوځي او په دې ډول د کابینې د غړیو د تصویبیدو بهیر وځنډوي.
د جون له میاشتې راهیسې، چې ملي شورا په لیبیا کې جوړه شوې زیدان دوهم صدراعظم دی، چې غوره شوی دی.
مصطفی ابوشاقور د روانې میاشتې په پیل کې وروسته تر دې له صدارته لرې شو، چې د ده د کابینې له غړیو سره ملي شورا مخالفت وکړ.