د امریکا متحده ایالاتو کې د سینډي په نامه سمندري توپان له امله د مړو شمېر ۴۵ ته پورته شوی او شاوخوا اته میلونه کورونه او سوداګریز ځایونه له برښنا څخه محروم شویدي.
یوازې ۱۸ کسان په نیویارک ښار کې مړه شوي دي. دا ښار د دوشنبې په شپه توپان ډېر زیات وځپه.
د نیویارک ښار د ځمکې لاندې ټرینونو یا سبوي سیستم لا هم بند دی او دغه راز هوایي ډګرونه، د اورګاډو یا ریل پټلۍ ، سړکونه او بندرونه هم توپان ځپلې دي.
د ژغورنې کارکوونکې د اوبو ایستلو، د غورځیدلو ونو د لیري کولو او د بریښنا د مزیو د رغوولو په چارو بوخت دي.
چارواکي وایي، د نیویارک د اسعارواو اسهامو مرکز او په واشنګټن کې فدرالې دفترونه له دوو ورځو بندیدو وروسته ممکن نن بیرته پرانیستل شي.
جمهور رئیس بارک اوباما، چې خپل انتخباتې کمپاین یی درولی، نن ممکن په نیوجرسي کې د توپان له مصیت ځپلو سره وګوري.
جمهور رئیس اوباما خبریالانو ته وویل، د عاجلو چارو فدرالي ادارو ته یي ویلې چې له مصیبت ځپلو خلکو سره هیڅ ډول مرستې باید ونه سپموي:
“فدرالي موسسو ته زما هدایت او لارښوونه داده، پدي به فکر نکوو چې مونږ ولې څه نشو کولاي. زه له تاسو غواړم چې پدي فکر وکړۍ څنګه یو څه کولای شئ.
زه له تاسې غواړم چې سرې پټۍ پرې کړئ ، زه له تاسو غواړم چې له بیروکراسۍ څخه تېر شئ . زه له ټولو موسسو غواړم چې پرمخ لاړ شي او ډاډ ورکړې چې اړو ځایونو ته به منابع رسیږي”.