په دایکندي کې یو مخالف وسلوال قومندان له خپلو ۲۸۰ ملګرو سره له دولت سره یو ځای شو

په دایکندي ولایت کې یو مخالف وسلوال قومندان پرون له خپلو ۲۸۰ ملګرو سره له دولت سره یو ځای شو.

د دایکندی د امنیی قومندان عبدلرزاًق ایلخاني ازادي راډیو ته وویل، چې دغو کسانو ۲۵۰ میله وسلې هم له ځانه سره راوړې دي.

ایلخاني زیاته کړه، چې دغه وسلوال د دایکندي د اشترلي، خدر او د سنګ تخت بندر په سیمو کې وسلوال فعالیتونه کول.