په امریکا کې د سنډې په نوم د سخت سمندري توپان له امله د مړو شمېر ۴۵ ته لوړ شوی

په متحده ایالاتو کې د سنډې په نوم د سخت سمندري توپان له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۴۵ ته لوړ شوی دی.

دغه راز راپورونه وايي، چې اته میلیونه کورونه او سوداګریځ ځایونه بې بریښنا پاتې دي.

یوازې په نیویارک ښار کې، چې دغې توپان سخت ځپلی دی، د اتلسو کسانو مړینه تائید شوې ده.

د نیویارک د مترو تونلونه، ګڼ شمېر هوايي ډګرونه، د ریل کرښې او سرکونه هم تړل شوي دي.

په عین حال کې ټاکل شوې، چې ولسمشر اوباما نن په نیوجرسي ایالت کې له سیلاب ځپلو خلکو او سیمو څخه کتنه وکړي.