ولسمشر اوباما د سخت توپان له امله نیویارک او نیوجرسي سترمصیبت ځپلي ایالتونه اعلان کړل

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر بارک اوباما وروسته تردې چې سخت سمندري توپان د امریکا ختیځې برخې وځپلې، نیویارک او نیوجرسي سترمصیبت ځپلی ایالتونه اعلان کړل.

په دغه اقدام سره د دې ایالتونو هغه اوسیدونکي، چې دغه توپان زیات زیانونه ور اړولي، له فدرالي مالي مرستو برخمن کیږي.

د سنډي په نامه توپان د اتلانتیک تر ټولو سخت توپان دی، چې د لومړي ځل لپاره امریکا سخته ځپي. په امریکا او کاناډا کې د شاوخوا ۳۰ کسانو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

اوباما په واشنګټن کې سره صلیب ته وویل، چې راتلونکې ورځې به ډیرې سختې وي:

"موږ د ټولو هغو کورنیو په فکر کې یو او دعا ورته کوو، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.

په خواشینې سره د سنډې سمندري توپان تلفات اړولي، خو په اوس وخت کې دا نه ده روښانه، چې موږ به ټول تلفات شمیرلي وي، خو دا واضح ده چې دغه مصیبت د ټول ملت زړه مات کړی دی."


د سختو بادونو له امله شاوخوا شپږ میلیون وګړي له بریښنا بې برخې شوي دي.

په نیویارک ښار کې سمندري توپان تر ځمکې لاندې میترو او د موټرو د تېریدو تونلونه له اوبو ډک کړي دي.

د مصونیت د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې د بریښنا د تولید د څو اټومي تاسیاستو فعالیت بند شوی دی.

سنډی توپان د امریکا د خاورې مرکزي برخې ته په لاره خپل قوت یوڅه له لاسه ورکړی دی. په دې اړه چې دغه توپان به څومره زیان اړولی تر اوسه پوره جزیات نه دي څرګند.