د اسرايیل د دفاع وزیر وايي، ایران د دې لپاره چې په اوسني حالت کې د دې هېواد پرضد د پوځي اقدام احتمال لرې کړي، د اټومي وسلو د جوړولو له هڅو لاس اخیستی دی.
د بریتاني له ډیلي ټلیګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې ایهود باراک ویلي د ایران دې ګام هغه څه چې نوموړي د حقیقت شیبه ګڼلې ده د اتو تر لسو میاشتو پورې ځنډولې ده.
خو د اسراییل د دفاع وزیر ویلي دا هېواد او متحدان به يې کیدای شي د ۲۰۱۳ کال په اوړي کې بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه له تهران سره مخامخ شي.
ایران د اسراییل او لویدیځو قوتونه دا ادعا ردوي، چې ګواکې دا هېواد د اټومي وسلو د جوړولو په تکل کې دی.