کونړ: په تیرو ۲۴ساعتونو کې پاکستان له سلو ډیر توغندي ویشتلي

د کونړ چارواکي وايي، په تیرو ۲۴ساعتونو کې د پاکستان پوځ د دانګام پر ولسوالۍ له سلو ډیر توغندي ویشتلي، چې چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي ازادۍ راډیو ته وویل، په دغو حملو کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی ،خو زیات مالي زیانونه د سیمي اوسیدونکو ته رسیدلي دي.

واصفي وايي، دوي په تمه و، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د پاکستان له لوري د کونړ پر خاوره د توغندیزو بریدونو د خبري یادیدو سره به د پاکستان پوځ بریدونه ودروي، خو تر اوسه يي کومه نتیجه نه ده ورکړې.