د اوکراین د پارلماني انتخاباتو په اړه نړېوالو څارونکو منفي نظر ورکړی

د اوکراین د پارلماني انتخاباتو نړېوالو څارونکو د ترسره شوې پروسې په اړه سخت منفي نظر ورکړی دی.

د اروپا د امنیت او همکارې د لنډې مودې د څارونکې ماموریت مشرې والبورګا هابسبورګ پرون د اوکراین په مرکز کیف کې وویل دغو انتخاباتو په اوکراین کې د ډموکراسې په برخه کې شوي پرمختګونه په شاه وتمبول.

نوموړې د اوکراین واکمن سیاستوال تورن کړل چې له اجرائیوي منابعو او واک څخه په ناوړه استفادي سره يې د انتخاباتو په نتیجه باندې له نفوذ څه کار اخستی دی.

هابسبورګ دغه را ز وویل چې ددغو پارلماني انتخاباتو د کمپاین پر مهال له رسنیو څخه ناوړه ګټه اخستل شوې او ددې پروسې په مالي سیستم کې شفافیت موجود نه وو.

تر دې دمه د اوکراین د انتخاباتو له مجموعي رایو څخه ۷۳ په سلو کې شمیرل شوی چې د ولسمشر ویکتور یانوکویچ ګوند په کې ۳۳ په سلو کې ګټلي دي.

په دوهم قدم کې د پخواني صدراعظمې یولیا توماشینکو چې دا مهال زنداني ده،ګوند دی چې ۲۳ په سلو کې رای ترلاسه کړي دي.

د اوکراین کمونست ګوند بیا په دریم مقام کې تر اوسه پورې له شمیرل شوو رایو څخه ۱۴ په سلو کې ګټلي دي.