سبا: سرکونه د هغو کسانو په نومونو نشي نومیدای چې له مړیني يې ۵۰کاله نه وي تیر شوي

د هرات والي وايي، سرکونه او څلور لارې د هغو کسانو په نومونو نشي نومول کیدای چې له مړیني او یا شهادت څخه يې پنځوس کاله نه وي تیر شوي.

داوود شاه سبا تیره ورځ خبریالانو ته وویل د لارو او واټونو نوم ایښودونکي کمیسون دا مهال پر دې موضوع کار کوي او د سرکونو د نومولو طرحه به د تصویب لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته واستوي.

خو د هرات ښاروال د والي څرګندونې د هغه شخصي نظر ګڼي او وايي چې له مخکې څخه د نومول شوو سرکونو او څلور لارو نومونه به بدل نشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په مزارشریف کې پر یوه سرک د وژل شوو ایراني دیپلوماټانو د نوم ایښودو موضوع او د برهان الدین رباني په نامه د کابل د ښونې او روزنې د پوهنتون د یادولو له امله په لویه اندازه مخالفتونه راپورته شول.