د بریتانیا پولیسو د راک موسیقۍ پخوانی نامتو سندرغاړی ګاري ګلیټلر Garry Glitter د جیمې سیویل Jimmy Savile د پېډوفېلي د قضیې په تړاو نیولی.
پيډوفېلي له صغیرانو څخه د ناوړه جنسي استفادي معنا لري او جیمې سېویل د BBC ټلویزیون د یوه پخواني ویندوی نوم دی چې په دې عمل تورن شوی او پروسږکال مړ شو.
د برتانیا د پولیسو چارواکو یوازې دومره وویل چې د دې تورونو په ارتباط یې یو سړی چې شپېته کلن دی نیولی. ګاري ګلېټر چې اصلي نوم یې پاول ګډ Paul Gadd دی تردې پخوا په ویتنام کې له صغیرو نجونو د ناوړه جنسي استفادې په تور په درې کاله بند محکوم شوی و.
د سیوېل رسوایۍ چې د برتانیا د رسنیو نامتو شخصیت دی، خلک حیران کړي دی. سیوېل چې تېرکال د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو، تورن دی چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې له څه باندې درې سوه صغیرو او ځوانو نجونو څخه ناوړه جنسي استفاده کړې ده.