د ایټالیا پخوانی صدراعظم وايي، چې هغه په دې جرم محکومول چې د مالیې له ورکولو یې سرغړولی ریښیتنې خبره نه ده او دا یې د سیاست پالو قاضیانو کار بللی دی.
سیلفو برلوسکوني د میلان ښار د یوې محکمې له خوا پرون د مالیې د نه ورکولو په جرم په څلور کاله بند محکوم شو.
محکمې همدا شان امر کړی، چې برلوسکوني او د هغه ملګري باید لس میلیونه ایرو مالیه ورکړي.
تمه کیږي، چې د ایتالیا پخوانی صدراعظم اوس د استیناف غوښتونکی شي.