د دمشق او د سوریې په څو نورو ښاورنو کې بمې چاودنو موقت اوربند په لومړی ورځ مات کړ. دا اوربند د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي اخضر ابراهیمي د وړاندیز له مخې، ټاکل شوې وه، چې د جمعې په ورځ پیل شي او د څلور ورځو لپاره دوام وکړي.
د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکوي، چې په دمشق کې په یوې بمي پیښې کې لږ تر لږه پینځه تنه وژل شوي دي.
روسیې په سوریې کې د اوربند له اعلانه ملاتړ کړی او دایې یو مهم او بنیادي اقدام بللی دی.
خو متحد ایالات دې اوربند ته دشک په سترګه ګوري او وایي چې د اسد رژیم تر اوسه دا نه دې ښودلي چې تر سره شوی موافقې په عمل کې پلې کړي.
فعالان وايي، د تیر کال مارچ راهیسې چې د بشارلااسد د رژیم پر ضد پاڅو ن شوی څه باندی پینځه دیرش زره تنه وژل شوي دي.