په میانمار کې د وژل شویو کسانو شمېر۶۴ ته ورسید

په میانمار کې مقاماتو ویلي، د دې هیواد په لویدیځ کې د شپږ ورځنیو نارامیو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمیر څلور شپیتو ته رسي.

دا پیښه هغه مهال وشوه، چې امنیتي ځواکونو د بودایانو او مسلمانانو تر منځ د شخړو د مخنیوي په خاطر هوايي ډزې وکړي.

تر دې دمخه د حکومت یوه ویاند ویلي وو، چې په دې پیښه کې یوسلو او دولس تنه وژل شوي دي؛ خو وورسته یې بیا وویل، چې د ارقامو په څرګندولو کې تیروتنه شوې ده.

د تیرې اونۍ شخړې هغه وخت پیل شوی، چې په میانمار کې اقلیت مسلمانانو خپلو کلیو ته د خوراکي موادو پر نه رسیدو اعتراض وکړ.

دا شخړې د دې سبب شوي، چې په میانمار کې عمده اسلامي سازمانونه د اختر لمانځنه لغو کړي.