په پام کې ده د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو ګوند د جنوري د ۲۲مې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره له خپل اصلي متحد، د بهرنیو چارو د وزیر اویګدور لیبرمن له ګوند سره ائتلاف وکړي.
نتنیاهو چې د لیکود ګوند مشر دی دااعلان پرون د اسراییل زموږ ګډ کور دی ګوند له مشر لیبرمن سره په ګډه مطبوعاتي غونډه کې وکړ.
د نتنیاهو د لیکود ګوند یوه جګپوړي غړي، د چاپېریال ساتنې وزیر، جیلاد اېردان اسراییلي رسنیو ته وویل چې د دې یووالي نتیجه به په واضح ډول د ښي اړخو ملتپالو لوری تعریف کړي.
لیبرمن په لویدیځه غاړه کې د یهودانو په مېشت ځایونو کې اوسي او د فلسطینیانو مشر محمودعباس ته یې، چې امریکا غواړي له نتنیاهو سره د سولې خبرې اترې پیل کړي، په عام محضر کې کنځلې کړي.