یونان دوه کاله نور وخت ترلاسه کړ، څو د مرستو د اخیستو لپاره شرایط برابرکړي

د یونان مالیې وزیر یانیس ستورنا راس وایي، هېواد یې دوه کاله نور وخت ترلاسه کړ، څو د نړېوالو د مرستو د اخیستو لپاره شرایط چمتو کړي.

د یونان مالیې وزیر په دې برخه کې نور تفصیلات ورنه کړل، خو له یوې مودې راهیسې یونان دا غوښتنه کوله، چې د پورونو د اخیستو لپاره دې دغه هېواد ته د اقتصادي اصلاحاتو په خاطر د دوه زره څوارلسم کال ټاکلی ضرب الاجل تر دوه زره شپاړلس کال پورې تمدید کړي.

د اروپا د پولي چارو د کمیشنر ویاند د یونان د مالیې د وزیر څرګندونې رد کړې.

سیمون اوکانر وویل، تر اوسه لا په دې برخه کې موافقه نه ده شوې خو د پام وړ پرمختګ شوی دی.

یونان ته د دوه سوه څلویښت میلیارډه ایرو د مرستې یو مهم شرط دا دی چې دغه هېواد دې اقتصادي اصلاحات رامنځته کړي.